د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د تېرو 80 راهسې د ټل-پاړاچنار لاره په سيمه کې د پرله پسې نښتو له امله تړلې پرته ده. ځايي خلک وايي، د برنۍ کورمې پاړاچنار او نورو سيمو خلک د خوراکي توکيو او نورو څيزونو د کمي سره مخ شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي، سږ کال په 2024م کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 383 افسران او عسکر وژل شوي دي.
پاکستان او افغانستان کې څيړونکي وايي، دا امکان شته چې افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان د هوايي بريدونو ځواب اووايي، که څه هم افغانستان د وړاندې څخه په پوځي توګه کمزوری کړل شوی، او قوي ملي پوځ نه لري.
شمالي وزیرستان کې لس کاله وړاندې ترسره شوو ضرب عضب پوځي عملیاتو په پایله کې بې کوره شوو متاثره خلکو د دوو ورځو د احتجاج وروسته، حکومت د دوی د ستونزو د کمولو لپاره د بنو بکاخېل کېمپ کې یو ډسک يا معلوماتي مرکز جوړ کړی دی. په دې ډیسک کې د هغو کورنیو تصدیق روان دی، چې میاشتني مرستې یې بندې شوي دي.
پاکستان کې د پوليو دوه نورې پېښې رپورټ شوي، په ملک کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو د رپورټ شوو پېښو شمېره 67 ته ورسېده. تازه پېښې خېبرپښتونخوا او سيند صوبه کې معلومې شوي دي.
امریکې ویلي، په هغو رپورټونو خبر ده چې پاکستان په افغانستان کې پوځي عملیات کړي، او په دغو عملياتو کې د ماشومانو په وژنه اندېښنه لري.
د پاکستان پوځ ویلي چې د محمد اویس په نوم د دوی یو مېجر افسر په شمالي وزیرستان کې د وسله والې نښتې پر مهال وژل شوی.
یوناما په سوشل میډیا خپور کړی شوي بیان کې وویل "نړیوال قوانین پوځي ځواکونه اړباسي چې د عملیاتو پر مهال د نظامي او ملکي کسانو د توپیر ترڅنګ باید د اړتیا وړ مخنیونکي اقداماتو څخه کار واخلي ترڅو ملکي کسانو ته زیان ونه رسیږي."
پاکستان کې د صحافيانو د تحفظ لپاره په کال 2021 کې په وفاقي کچ او په سيند صوبه کې جلا جلا قوانين جوړ کړې شوي دي خو پدغو قوانینو عملي نفاذ کې تاخیر او غېر موثره پرمختګ د صحافيانو د تحفظ ستونزې لا نورې پېچلې کړي دي
د پاکستان پوځي عدالتونو د نهمې مې [2023م] پېښو کې د ککړتيا په تور د عمران خان د خوريې په ګډون نورو 60 کسانو ته د دوو کالو نه تر د لسو کالو پورې د بند سزاګانې واورولې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتازه زهرا بلوڅ ومنله، " زمونږ د افغانستان سره په پوله یې ځينې پېښې شوي دي"، خو تاييد او ترديد یې ونه کړو، چې پاکستان په افغانستان کې دننه بمباري کړې يا یې اهداف په نخښه کړي دي.
نور کتل
No media source currently available