د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلعه بر جنوبي وزیرستان کې نامعلومه وسله والو د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته د سپکو او درنو وسلو برید کړی چې پکې د ایف سي ځواک د دریوؤ افسرانو په ګډون لږ تر لږه 16 عسکر وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.
په وانه کې احتجاج کوونکو د ښار په بېلا بېلو لارو د تېرېدو په مهال د علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه کوله او د هغه پر ضد د ټولو مقدماتو ختمولو لپاره شعارونه یې پورته ورکول. مظاهرهچیانو د علي وزیر په ملاتړ لیکل شوي بینرونه او پوسټرونه هم اوچت کړي وو
د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت وايي د ځوانانو د تعليم ترڅنګ دوی ته روزګارونو او قسما قسم هنرونو ورکولو دپاره يې د احساس لون په نوم د قرضو ورکولو پروګرام پېل کړی دی
د کورمې اوسېدونکی وکي مسیح ډیوه سره خبرو کې وایي، دا د دوي د خوشحالۍ مياشت ده او دا ځل په سیمه کې د کرسمس د نمانځلو هیڅ نښې نشته او نه دوي پيسې اؤ سامانونه لري
د خبري رپورټونو تر مخه د پیښور او پاړه چنار تر مینځه ځمکنۍ لاره او افغانستان سره پوله د روان کال اکتوبر نه دغه سیمه کې د بدامنۍ په وجه تړل شوې دي
د امریکې له لوري د پاکستان د میزایلي پروګرام په اړه په پرله پسې اندېښنو دفاعي تجزیه نګار لیفټننټ جنرال نعیم خالد لودهي وایي د امریکا بندیزونه ښیي چې څه خفګان شته
د کرکټ نړيوال کونسل [آی سي سي] د پاکستان او هند په کوربه توب د دواړو لوبډلو ترمنځ د شخړې هوارولو دپاره طريقه يا تګلاره اعلان کړې ده.
ايټمي وسلې لرونکی پاکستان، د لرې پورې ګوزار کولو يا ويشتو د داسې ميزايل جوړولو وړتيا ترلاسه کوي چې د سويلي اسيا څخه بهر په امریکا کې دننه به هم اهداف په نخښه کولی شي.
پاکستان د خبریالانو دپاره خطرناک ملک بلل کېږي او د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکي ادارې وايي سږ کال په پاکستان کې ۱۲ خبریالان وژل شوي دي
نور کتل
No media source currently available